هلمند: د ولسمشر غني د ورتګ سره سم پر لښکرګاه توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۶)

د ملي يووالي حکومت د مشر اشرف غني نن سهار هلمند ته ولاړ چې دغلته له کوزيدو سره سم د هغه شاوخوا سيمو کې توغندي لګېدلي دي.

د ولسمشرۍ وياند هارون چخانسوري وايي، اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتيا د بيلابيلو ولايتونو د ليدنو په لړ کې هلمند ته تللی او هلته به د وژل شوي قومندان جبار قهرمان له کورنۍ سره غمشريکي او نورو دولتي او نظامي چارواکو سره لیده کاته وکړي.

ځايي سرچينې وايي، د ولسشمر له ورتګ سره سم توغندي لګېدي زياتوي چې دغه توغندي د ولايت د مقام سره نږدې په پنځه سوه مترۍ کې او د بُست هوټل چيرې چې اشرف غني لومړی ورغلی درې سوه متره نږدې لګېدلي دي.

تر اوسه په دغه توغنديز بريد کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: نن سهار د ولايت په مقام چې پکې د اشرف غني غونډه روانه وه د طالبانو له خوا توغندي وار شوي چې په ټاکلو هدفونو لګېدلي دي.

د يادونې ده، چې د تيرې تلې مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه د ولسي جرګې نوماند او په سيمه کې د اوپراتيفي جګړې قوماندان عبدالجبار قهرمان د طالبانو په يوه تکتيکي چاودنه کې ووژل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close