هلمند: د ګډوځواکونو په بمبار او هوانونو کې(۱۲)تنه ښځي اوماشومان شهیدان شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۹)

وروسته تر هغه چې طالبانو په نادعلي ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو یو زغروال ټانګ د هشتادو دو په مټ وویشت او په کې سپاره امریکایي عسکر یې ووژل، افغان او امریکایي ځواکونو په ګډه د نادعلي ولسوالۍ د شاګل بازار په سیمو توغندویز بریدونه او بمبارۍ کړې.
خبر زیاتوي افغان ځانګړو ځواکونو د ډیسي توپونو او هاوانونو په مټ ولسي میشت ځایونه ویشتلي چې ترې وروسته امریکایانو پر یادو موقعیتونو درنه بمباري کړې چې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سیمیزې سرچینې وایي؛ دبمبار اوتوغندیزبریدونو له امله دوه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي ، دوولس (۱۲) تنه ښځي اوماشومان شهیدان او ۴ نور زخمیان شوي دي.
ځایي خلک وایي، د بمبارۍ په سیمو کې هیڅ طالب وسلوال نه و، او په لوی لاس ولسي خلک په نښه شوي.
دغه راز یې یو فلډرموټر اویو ډاډسن موټر هم ویشتلي اوپکې سپاره چلونکي یو یې زخمي اویوبل شهیدشوی دی.
د هلمند ځایي چارواکي بمبارۍ او د توپونو بریدونه مني خو زیاتوي چې په دې بریدونو کې یې ۳۰ تنه وسلوال طالبان وژلي، هغه ادعا چې طالبان او د سیمې خلک یې ردوي او رسنیز پروپاګند یې بولي.

دابرید داسې مهال کیږي چې تیره ورځ د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي اردو ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو د هاوانونو بریدونه وکړل جې له امله یې شپږ (۶) ماشومان او دوه (۲) میرمنې ووژل شوې.

د امریکایي او افغان ځواکونو د نوي تکیتیک له مخې ؛ که چیرې په سیمه کې کې وسلوالو مخالفینو مقاومت پیل کړ، له تفکیک پرته باید ټوله سیمه بمباري او هدف وګرځول شي هغه پالیسي چې تر اوسه یې د سلګونو ولسي افغانانو ژوند اخیستی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close