هلمند: د ګډوځواکونو په عملیاتو کې ۴ ولسي کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۴)

راپورونه وایي چې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند د حیدراباد، میرمندآب، زمبولي اوښورکي سیمو امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د ولسي خلکو پر کورونو او سرایونو چاپه وهلې.

ګډو ځواکونو د طالبانو یوه بند خونه چې پر نشیي توکو د معتادینو لپاره یې جوړه کړې وه، ماته کړې او ټول معتادین یې او روږدي کسان یې ترې خوشي کړي دي.
امریکایانو دغه راز په سیمه کې دملکي خلکو یوموټر او۳ موټرسایکلان سوځولي، او  ۲ کښتۍ چلوونکي ، یو موتروان او یو سپین ږیری یې شهیدان کړي دي.

د سیمې د خلکو په وینا؛ ګډو عسکرو پر دې بسنه نه ده کړې او ۵ تنه کلیوال وګړي یې دبندیانو په توګه له ځانه سره وړي دي.
طالبانو پیښه بشري جنایت بللی او غندلې یې ده، خو دولتي چارواکو تر دې مهاله پرې کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close