هلمند: د ګډو ځواکونو عملياتو کې د ماشومانو په ګډون اته ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۶) د هلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې پر مهال يې ديارلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي سرچينې وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د یخچال په ګوبن سيمه کې عمليات کړي، د خلکو کورونه يې پلټي او عامو خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکي نصرالله رسنيو ته وويل، په دې عملياتو کې د ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي خلک وژل شوي او پنځه تنه نور چې ميرمنې هم پکې دي سخت ټپيان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، عملياتي عسکرو د کورونو دروازې په بمونو الوزولي، دوکانونه يې ويجاړ کړي، یو شمير نقليه وسایط يې زيانمن کړي او ځينې قيمتي توکي يې له ځانونو سره وړي دي.

ډیری وخت د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي چې افغان او بهرني ځواکونه يې د خپلې پاليسۍ له مخې هغوی ته اوښتې مرګ ژوبله نه اعلانوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close