هلمند: د ګډو ځواکونو په عملياتو او بمبار کې نږدې شل ملکيان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۷)

تيره شپه ګډو ځواکونو د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپني عمليات او بمبارۍ کړي چې په ترڅ کې يې د ځايي سرچينو په وينا د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې شل ملکيان وژل شوي دي.

د ګرمسير ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه عمليات د کوشتې او ځنځيري ډراف سيمو کې افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه ترسره کړي دي چې جنګي او بمبارونکو الوتکو يې ملتيا کوله.

ځايي سرچينې وايي، عملياتي عسکرو د اختر محمد په نوم د يوه عام کس کور بمبار کړی چې پر مهال يې د کورنۍ اتلس غړي شهيدان شوي دي.

ويل کېږي، په دغه شهيدانو کې ميرمنې او ماشومان هم شامل دي.

ځينې سرچينې وايي، په بمبار کې ټول درويشت کسان وژل شوي چې شپږ تنه يې نارينه او اوولس تنه نور ميرمنې او کوچنيان دي.

سيمه ييزې امنيتي سرچينې تاييدوي، چې په ګرمسير اولسوالۍ کې تيره شپه ګډو ځواکونو عمليات کړي، يو شمير کورونه يې پلټلي خو د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه يې تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه په دې اړه د هلمند ولايتي چارواکو او يا په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

په هېواد کې د افغان او بهرنيو ځواکونو شپني او بمبار معمول ګرځېدلی چې هره شپه پکې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي خو د مخنيوي په اړه يې نه هم افغان حکومت غبرګون ښيي او نه هم په دغه هېواد کې ميشت د بشري ټولنو په نوم ادارې.

څو ورځې مخکې مشرانو جرګې د ګډو ځواکونو له لوري شپني عمليات وغندل، په وینا يې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي او د دغه عملياتو د درېدو غوښتنه يې وکړه خو د يادې جرګې غړي وايي چې حکومت يې په دې اړه هيڅ غږ نه اوري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close