هلمند: د ۲۱۵ میوندل قول اردو قومندان عطامیر د خپلو دوو ساتونکو په ګډون ووژل شو

کابل ټکی کام ۱۳سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
یوې امنیتي سرچینې چې له نوم اخیستلو څخه یې ډډه کړې ده، رسنیو ته ویلي دي چې تېره شپه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو د ۲۱۵ میوندل قول اردو درېیمې لوا قومندان جنرال عطامیر د خپلو دوو ساتونکو په ګډون د ماین چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.
د هلمند ولایت د والي ویاند یاده پېښه تأیید کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه درلودل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېره شپه د دوی د جنګیالیو له لوري د یوه ځای پر ځای شوي ماین په مټ جنرال عطامیر ووژل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close