هلمند : سنګين کې طالبانو ۳ نورې پوستې نيولي دي

(کابل ټکی کام  : چهارشنبه ( ١٣٩٤ لړم ٢٠/ ٢٠١٥ م نومبر  ١١)

د طالبانو اسلامي غورځنګ ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د یوې خبري اعلاميې په ترڅ کې ويلي دي، چې ددوي وسلوالو ځواکونو بیګاه شپه د سنګين ولسوالۍ بازار دکندهار آډې په سیمه کې د افغان  امنیتي ځواکونو په ۲پوستو باندې وسلوال  بريد ترسره کړی، چې په پایله کې يي دواړې پوستې په بشپړه توګه ونيولې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يي پريښې دي .

د مجاهد په وینا په یاده جګړه کې له سپکو اودرنو وسلو کار واخستل شو له لږ مقاومت وروسته افغان ځواکونه له دواړو پوستو د تېښتې لاره غوره کړه او پوستې يي پرېښودلې .

او دغه راز دشپې ‍۱۲ بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د چیني مانده په سیمه کې هم د پولیسو په ۲ پوستو د طالبانو وسلوال بریدونه ترسره شول، چې په پایله کې یې یوه پوسته طالبانو ونيوله، او دروند ځاني او مالي زیان يي افغان پولیسو ته اړولی او د ۵ تنو عکرو مړي اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتي دي .

طالبانو د خپلو تلفاتو په اړه ويلي دي د دوي ټول ملګري چې د تېرې شپې په جګړه کې يي برخه اخیستې وه جوړاو روغ دي .

بدرالدین ځواک

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close