هلمند: طالبانو پوسته نيولې- شپږ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۶) د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو په پوسته بريد کړی په ترڅ کې پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې بريد د يادې ولسوالۍ مربوط د ټانګانو سيمه کې د دوی د درېيم نمبر ګرځنده ګروپ له لوري ترسره شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي، د بريد په پایله کې پوسته په بشپړه توګه طالبانو نيولې او په ترڅ کې يې شپږ پوليس وژل شوي دي.

طالبان وايي، له پوستې څخه يې يو ثقيل، درې ميله کلاشنکوفونه او په زياته اندازه مرمۍ او نور پوځي مهمات هم ترلاسه کړي دي.

تر اوسه د دغې بريد په اړه ولايتي چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو ځايي امنيتي سرچينې ويلي تېره شپه په ياده سيمه کې د يوې پوستې ټول پوليس وژل شوي او د هغوی وسلې طالبانو له ځان سره وړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close