هلمند : طالبان خانشين کې پوسته نيولې ۹ عسکر  يي وژلي

کابل ټکی کام ( هفته، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل)

له هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ نه په تازه ورکړل شویو راپورونو کې ويل ويل شوي دي چې طاالب وسلوالو ځواکونو تېره شپه ناوخته شاوخوا ۲ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند قلعه سوز سيمه کې د دولت په یوه امنیتي پوسته بريد کړي چې درنه مرګ او ژوبله يي اړولې ده .

د خبرله مخې په دغه بريد کې  طالب ځواکونو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی، چې د درنې جګړې په پایله کې پوستې سقوط کړی او ۹ تنه افغان پولیس په کې وژل شوي دي اويوشمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلی دی .

طالبانو دغه راز د دغې پوستې نيولو پخلی کړی زیاتوي چې د ۹ تنو عسکرو مړي اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي .

او ددوي یو تن طالب ملګری هم ژوبل شوی دی .

بدرالدين ځواک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close