هلمند: لښکرګاه کې ۱۹ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (۳۱۹۵ لړم ۲۲) الماس خدرخیل

يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي چې تېره ورځ غرمه مهال هغه وخت  حکومتي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته، چې غوښتل یې  د لښکرګاه اړوند بولان سيمه کې عمليات ترسره کړي.

سرچينه زياتوي، چې د بولان اړوند کوټې سيمه کې وسلوالو طالبانو په يوه سرای کې په زياته اندازه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي و، کله چې امنيتي ځواکونه سرای ته داخل شول په يووار ټولو انفجار وکړ او زيات شمير عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو د دې بريد مسؤلیت منلی او په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې يې ويلي، چې په نوموړي سرای کې د دوی له خوا منفجره توکي ايښودل شوي و، کله چې پوليس او اربکيان نوموړي سرای ته راټول شول د دوی له خوا پرې انفجار ترسره شو.

په یاده خبرپاڼه کې ويل شوي، چې سيمې ته د راغلو عسکرو په يوه زغروال موټر يې د ماين چاودنه او ورسره همهاله وسلوال بریدونه هم کړي دي.

ويل کېږي په په يادو چاودنو او بریدونو کې ۱۹ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بايد وويل شي، چې په ياده سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ وخت ناوخت نښتې رامنځته کېږي چې يو بل ته د تلفاتو ور اړولو ادعاګانې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close