هلمند: نهر سراج کې دوو پولیسو په پوسته کې خپل ۴ څلور ملګري وژلي او وسلې يي طالبانو ته رسولي دي

 (کابل ټکی کام :چارشنبه ،لړم ۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)

د هلمند ولایت کریشک ولسوالۍ اړوند دنهرسراج د سره شاخ دطبلي په سیمه کې د پولیسو په پوسته کې ۲ تنو پولیسو دخپلو ټوپکو شپیلۍ په پوسته کې میشتو ملګرو  باندي راواړولي چې په نتیجه کې ۴ تنه پولیس قتل او سمدستي پوستې ته طالبان ورغلي او پوسته يي په مکمل ډول نيولې .

دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې ده .

پوسته کې د طالبانو لاس ته ۲ ثقیلان،۱ راکیټ،۳ کلاشینکوفونه،۲ خفیف ماشیندار، یو موټرسائکل او زیات شمېر مهمات ورغلي دي .

حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close