هلمند: هاموي تانګ د کرولا ډوله موتر ۱۰ سپرلۍ وژلې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱)

د هلمند ځایي چارواکي وایي، چې نن مازدیګر ناوخته د ګرشک ولسوالۍ په مهاجربازار سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو یو ګړندي هاموي ټانګ له یوه کرولا موتر سره ټکر کړی.
د هلمند د والی ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي، په پیښه کې په کرولا ډوله فیلډر موټر کې ناست ۱۰ کسان وژل شوې او یو تن ټپي دی.
د ځواک په وینا، په وژل شویو کې ۳ ښځې، ۴ نارینه او ۳ ماشومان شامل دي.
چارواکی وایي، پیښه د پولیسو د بې احتیاطۍ او په پردي لاس د تګ له امله رامنځته شوې او په خبره یې چې د پیښې په تړاو یې څیړنې پیل کړې.
د یادونې وړ ده چې په ورځنۍ توګه ګڼې ترافیکي پیښې د افغان امنیتي ځواکونو د ګړندیو موټر ځغلونکو له امله رامنځته کیږي چې له کبله یې له یوې خوا ولسي وګړي تنګ راغلي او له بل لوري یې خپل زیات شمیر ټانګونه او رینجر په خامه سړکونو کې د زیات سرعت او تیز ځغلولو له امله ویجاړیدو ته نږدې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close