هلمند والي طالب وسلوالو ته د ۶۵ تنو عسکرو تسليمۍ ومنله

(کابل ټکی کام  : هفته ( ١٣٩٤ لړم ٢۳/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۴)

تېره ورځ طالب چارواکو د هلمند ولایت سنګين ولسوالۍ کې د ۵ قومندانانو په ګډون ۶۵ تنو عسکرو د تسليمۍ خبر ورکړ .

نن د هلمند والي میرزاخان رحیمي ومنله چې ددوي ۶۵ تنه عسکر له خپلو وسلو سره د یاد ولایت سنګين ولسوالۍ کې طالبانو ته اوښتي دي .

رحیمي د دغې پېښې د پخلي ترڅنګ زیاته کړه، چې دوي سيمې ته دپلټنې لپاره یو پلاوی لېږلی تر څو معلومه کړي چې ددوي سرتېري ولې په خپلو وسلو او تجهيزات سمبال طالبانو ته تسليم شوي دي .

سنګين ولسوالې ځايي خلک  دغه پوسته د امنيت له لحاظه ممهمه  بولي او وايي چې د سنګين ولسوالۍ کې د ډېری بريدونو مخه يي نيوله .

د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي تېره ورځ دا منلې وه چې ۷۰ تنه افغان ځواکونه له وسلو او پوځي موټرو سره دوی ته تسلیم شوي او خوندي ځای ته یې بیولي دي.

احمدي همدارنګه زیاتوي، چې يادو کسانو له ځان سره پنځه ټانکونه او ٧٣ ميله سپکه او درنه وسله هم راوړې ده.

سليم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close