هلمند ولايتي شورا: چارواکي د قيمتي ډبرو په قاچاق کې لاس لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۶) د هلمند ولايتي شورا وايي، هره ورځ د دغه ولايت څخه د “مرمر” په نوم قيمتي ډبرې قاچاق کېږي چې تر شاه يې ځينې چارواکي همکاري او ملاتړ لري.

د ولايتي شورا رئيس عطاءالله افغان وايي، د خانشنين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د “مرمر” په نوم د قيمتي ډبرو په استخراج کې د قرارداديانو په نوم قاچاقبران کارکوي زياتوي دغه چاره د حکومتي چارواکو په همکارۍ ايستل کېږي او پاکستان ته قاچاق کېږي.

د افغان په خبره، که حکومت د دغه ډبرو استخراج په خپله وکړي نو د ټول پوځ لګښت پرې برابرولی شي.

د هلمند د حجارۍ او نجارۍ د فابريکې رئيس محمد لعل کارګر وايي، حکومت ته هره ورځ د مرمر ډبرو د غير فني استخراج له کبله ميليونونه افغانۍ زيان اوړي چې ګټې يې پاکستان او قاچاقبرانو ته رسېږي زياتوي چې له پروسس وروسته د پاکستان په نوم نړيوالو بازارونو ته رسېږي.

کارګر زياتوي، دا مهال روخام ډبره يو ټن له زرو نيولې تر درې زره امريکايي ډالرو پورې پلورل کېږي.

په ورته وخت کې د هلمند د والي مرستيال مني چې د مرمر ډبرې هره ورځ لسګونه موټره پاکستان ته قاچاق کېږي چې هلته له پروسس وروسته نورو هېوادونو ته وړل کېږي.

مرمر ډبرې چې زرغون، شين، سپي چې تر ټولو قيمتي يې شين دی او خلک ترينه ډول ډول شيان جوړوي، د ښکلا لپاره يې په کورونو او دفترونو کې ږدي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هلمند ولايت د قيمتي ډبرو د قاچاق راپور ورکول کېږي بلکې تر دې مخکې د هېواد له بېلابېلو سيمو د قيمتي ډبرو، الماسو، زمرودو او نورو کانونو د غير مسلکي او غير قانوني استخراج راپورونه ورکړل شوي چې ډيری يې د سيمه ييزو چارواکو په همکارۍ نورو هېوادونو ته قاچاقېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close