هلمند: پر يوه کور هوايي بريد کې اته کسان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۸)

د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې پر يوه کور هوايي بريد شوی چې په ترڅ کې يې اته کسان وژل شوي دي.

د هلمند سيمه ييزې سرچينې وايي، تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په قلعه ګز سيمه کې پر يوه کور بمبار شوی چې په پايله کې يې د يادې کورنۍ اته تنه وژل شوي دي.

طالبان او ځايي سرچينې وايي، وژل شوي کسان ټول ملکيان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې بريد تايدوي په وينا، دغه بريد د بهرنيو ځواکونو له لوري شوی چې پر مهال يې طالبان په نښه شوي دي.

خو طالبان وايي، دغه بمبار پر يوه ملکي کور ترسره شوی چې له کبله يې اته تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې افغان او بهرنيو ځواکونو په وروستيو کې يوځل بيا هوايي بريدونه او شپني عمليات زيات کړي چې تر ډيره پکې ملکي ميشت ځايونه هدف ګرځي او د دغه بريدونو زياتره قربانيان ملکي وګړي وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close