هلمند: په لښکرګاه او نادعلي ولسوالیو کې اوس هم درنه جګړه روانه ده

کابل ټکی کام۳۰میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت څخه مو همکار خبر راکوي چې پنځه ورځې وړاندې د طالب جنګیالیو له لورې د لښکر ګاه پر څلورمې حوزې او د نادعلي ولسوالۍ په ځینو سیمو کې پیل شوې جګړه لا تراوسه دوام لري، چې تراوسه پورې دواړو لوریو ته درانه تلفات اوښتي دي.
د هلمند ولایت امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملا خېل رسنیو ته ویلي دي چې دوی یواځې د نادعلي او ګرشک په ولسوالیو کې عملیات ندي پیل کړي، بلکې په نورو اړوندو سیمو کې هم د طالب جنګیالیو په وړاندې یې عملیاتو ته زور ورکړی دی.
زاخېلوال وايي چې د دوی له لورې تر اوسه پورې له هوايي او ځمکني عملیاتو څخه کار اخېستل کیږي.
د زاخېلوال له قوله چې د طالبانو له لورې د جګړې رهبري کوونکی مولوي ناصر سره له خپلو ۲۷تنو نورو ملګرو وژل شوی دی.
د یاد ولایت امنیه قوماندان وايي چې امنیتي ځواکونو د پلچکونو لپاره په دغو ولسوالیو کې کور په کور عملیات پیل کړي دي.
طالبانو د دې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close