هلمند: په موټر بم برید کې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د هلمند ځایي چارواکي وایي؛ چې د دې ولایت د ناد علي ولسوالۍ اړوند د سید آباد سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز موټر بم برید شوی چې ګڼو امنیتي ځواکونو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک ویلي، برید د سرحدي پولیسو د څلورمې لېوا په لومړي ټولي شوی دی چې تلفات لري.
چارواکي وایي؛ تر اوسه د ۶ پولیسو جسدونه پیدا شوي او نور ورک دي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویاندیې رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې؛ دهلمند ولایت دنادعلي او مرجې تر منځ دپارچاوې په سیمه کې یې دګډوعسکرو پر قطعې  دلوی موټر په مټ ترسره کړ نوموړي  زیات شمیر عسکرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close