هلمند چارواکي: د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد شپاړلس ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۴)

د هلمند ولايتي چارواکي وايي، چې پرون د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې شپاړلس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط په لوی مانده سيمه کې رامنځته شوې چې په وينا يې په اړه يې پلټنې روانې دي چې دا به هوايي بمبار وي او که به د هاوان مرمۍ.

د ځواک په وينا، په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپيان شوي دي.

خو د پېښې يو شمير قربانيان د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته راوړل شوي و او خپلوانو او کورنۍ غړو يې ويل چې پر دوی د بهرنيو ځواکونو جټ الوتکو بمونه غورځولي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره شپه په لوګر او کاپيسا کې هم د بهرنيو او افغان ځواکونو په بمبار او عملياتو کې نهه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې هره ورځ د هېواد له بيلابيلو ولايتونو په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي خو د ګډ حکومت چارواکي يې د مخنيوي په اړه هيڅ غبرګون نه ښيي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close