هلمند کفارو ته قلزوم

لیکوال:حمزه حسیني

هلمــند ته د ۳۰۰ امريکايې سمندري ځواکونو راتګ د سولي په وړاندې یو ستر خنډ بولو او د جګـړې اورته د لمن وهلــو او پراخولو پــه معنا  یې ارزوو د سولې او امنـیت بنســټیز ارګـانـونه چـې له خولو به یې د نمایشي ســولې اوازونه پــورته کیـدل ولې نن د امریکا د دغې پرېـکړې په غــبرګون لاس نه پورې کوي؟

ایا دا به د دوی دوه مخې پالیــسي نه وي؟

او ایا دا به د مظلومــو هیوادوالو په سترګو کې خاورې اچول نه وي؟

هــوکې!

که ددوی عدم صداقت ته وکتلی شي نو هرد عقل خاوند به دا پرېکړه وکړي چې دوی رښتیاني د پردیو مستـــعمرینو په لومو کې را ګیر دي او خـبرو ته یې کفري باداران د دوو روپیو اهمیت هم نه ورکوي خیالي لاپي یې نور هيوادوال نه شي خطاء ایستی ځکه ددوی دا رنګه دوه مخې پالیسي له مظلوم اولس سره ستره او نه جبرانېدونکې جفا ده.

د اسلامي امارت دا شرط چې؛ مونږ تر هغو د سولې خبرو ته په اصطلاح امادګي نه لرو تر څو چې د ناټو غړي هیوادونه په ګران افغانسـتان کې پوځي حضور ولري او دا چې دوی لا نور هم پوځي ځواکونه راليږي نو هیڅکله سوله په داسې شرائطو کې  ممــکنه نه ده ځکــه پوځــي حضور تقــویه کول او بیا د سولې خوبونه لیدل جنون او لیونتوب ده.

سوليیز ژوند زمونږ له مهمو اهدافو څخه ده خو هغه سولییز ژوند یا په بل عبارت هغه سوله چې سپېڅلی شریعت یې په جواز قایل وي نه دا چې امریکا دې پوځي ماموریت زیاتوي او مونږ به د سولي په نیشه کې لالهانده یوو داسې سوله بالکل د عقل او نقل خلاف ده. او دا چې دغــــــه سمندري ځواکونه بالخصوص په هلمند کې عملیاتي تجربه یا تاریخ لري هسې د دښمن افواهات دي او حقیقت نه په ډیره لري مسافې کې قرارلري.

خو د دغه نوي سمندري ځواک مشر (روجر ټرنر) ته دا پیغام هم لرو چې راتګ به یې کفري هديرې لا زیاتي کړي ځکه چې مجاهدینو مخکینیو امریکايې او برتانوي پوځیانو ته په ۲۰۱۴ کې کوم برخلیک وروښود چې د بست کلا قرارګاه پرېښودل او له هلمند نه د دوي پوځي حضور یواځې تر سفارت ساتنې پورې محدودول وو هغه برخلیک به د دوی هــم وي او هغه د قهرمان شهید دادالله رحمه الله خبره وای مونږ ورته هرکلی وایوو چې څومره زیات راځي هغومره زیات به مري ان شآءالله.

هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو څخه ده چې تل یې کفري لنډغرو ته خپله غیږ بحرقلزوم ګرځولې او ډېری کفري لښکرې یې غرقاب کړي هلمند فرعوني لښکرو ته د موسي علیه السلام امسا ده ټرمپ لا په توده وینه کې ده او د صدارت نېشې بې خوده کړی په پټو سترګو د هر اقدام فيصلې کوي خو ان شآءالله ډېر زر ده چې لیوني ماغزه به یې سر ته راشي  خو بیا به وخت تیر وي او لکه  مچ دواړه لاسونه به مروړي خو څه به په لاس نه ورځي.

فدايان ستاسو د ځپلو د پاره صرف د امیر امر ته انتظار باسي او بس. ستاسو وژل مونږ ته داسې خوند راکوي لکه څومره خوند چې تاسو ته شراب درکوي الحمدلله مونږ له جنګ او جهاد نه ستړي نه یوو بلکي جهاد مو سپیڅلی سیاحت ده او د رب العلمین له جانبه یې عظیم نعمت بولو.

دمــــجاهــــدینــو د لابـــــریا او کـامیـــــــابی په هیــــــــــله

 

په کابل ټکی کام کې  نشرشوي مقالې اوشعرونه د لیکوال خپل نظر وي دکابل ټکی د نظرتوافق ورسره شرط نه دي تاسوهم موږته په لاندې ایمیل ادرس خپلي لیکني او شعرونه راولیږئ

kabullnews@gmail.com

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close