هلمند کې طالبانو پر حکومتي ځواکونو خونړي بریدونه پیل کړي دي

کابل ټکی کام چهارشنبه فرید احمد
له هلمند ولایت څخه په رارسیدلو خبرونو کې ویل شوي دي چې نن چهارشنبه سهار وختي د طالبانو له لوري د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په دولتي تاسیساتو باندې خونړي بریدونه پیل شول چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
له سیمې څخه زمونږ همکار د یوې امنیتي سرچینې له قوله وايي چې بریدګرو کې سرتیري هم شتون لر ي او له یوه خاص تکتیکي جنګ څخه استفاده کوي چې له وار سره تلفات اړوي.
د هلمند ولایت امنیه قومندان وايي چې بریدګر له دوو استقامتونو څخه برید کوي، او د سپکو او درنو اسلحو څخه کار اخلي.
د برید پړه د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په غاړه اخیستې ده او ویلي دي چې بریدګر لاهم جګړه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close