هلمند کې يوه عسکر خپل اته پوليس ملګري وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۴)

د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې يوه عسکر د خپلې پوستې پر عسکرو ملګرو ډزې کړي او اته تنه يې وژلي دي.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د “شين کلي” په پوسته کې رامنځته شوې ده.

طالبانو بريدګر پوليس خپل نفوذي کس بللی په وينا يې په دې برید کې اته عسکر وژل شوي زياتوي ” له پېښي وروسته نوموړی مجاهد  ددښمن له یو ثقیل او ۳ کلاشینکوفونو سره روغ رمټ ترخپلو ملګرو پوري راورسید.”

د طالبانو نفوذي کسانو تر دې مخکې هم پر دولتي او بهرنيو ځواکونو ورته ډول بريدونه کړي چې هغوی ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو په وروستيو کې ويلي و چې د افغان پوځ په ليکو کې لسګونه نفوذي کسان لري او له موقع په استفادې به په افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

د پوځي شنونکو په باور، پر بهرنيو ځواکونو او د دولتي ځواکونو تر منځ خپلمنځي بريدونه به د دوی تر منځ لږ پاتې باور هم له منځه یوسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close