هلمند: ګرشک کې طالبانو یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو په مرکزونو بریدونه کړي دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ۲۳ مرغومي ۱۳۹۴ ل) شهرت وردګ
د هلمند ولایت څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې ددې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو پر پوستو خونړي بریدونه ترسره کړي دي.
خبر زیاتوي چې برید د شپې ناوخته د طالب وسله والو لخوا د (ده آدم) په سیمه کې چېرته چې د امنیتي ځواکونو ګڼې پوستې شتون لري پيل شو او د سهار تر لمانځه پورې یې دوام وکړ.
د ګرشک ولسوال شریف خان منلې چې په برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې شپه یې ناکراره تېره کړې ده، ځکه ټوله شپه سخته جګړه روانه وه، چې د سهار د رڼايي سره جګړه هم ودرېدله، دوی وايي چې له کورونو دباندې نشي وتلای ترڅو دوی ته معلومات وشي چې خبره کومې خواته شوې ده.
طالبانو تراوسه پورې د یادې جګړې په اړه څه ندي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close