هلمند: ګډوځواکونو پر واده بمبار کړی؛ ګڼ شمیر کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۴)

د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا د شپنیو چاپو او هوایی بریدونو لړۍ په خوځښت سره مخ پر وړاندې روانه ده او ورځ تر بلې په کې لسګونه ملکیان هدف ګرځول کیږي.
تازه راپورونه وایی چې تیره شپه د هلمندولایت دنوزاد ولسوالۍ د “اورموز“ په نامه سیمه کې افغان ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا د واده پر یوه کور چاپه وهلې او بمبار یې کړی چې په ترڅ کې یې  ګڼ شمیر مالي او ځاني زیانونه ور اړولي دي.
خبر زیاتوي، ګډوځواکونو لومړی پر یوه بازار او یوه کلي چاپه ووهله، چې وروسته یې پر یوه کور چې د واده مراسم په کې روان و؛ بمبار وکړ.

سیمیزې سرچینې وایي چې په پیښه کې ۳تنه کلیوال وګړي او څلور(۴) تنه ښځي اوماشومان شهیدان شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
عینی شاهدان وایي؛ ګډوځواکونو یو کورله خپلو ټولو سامانونو اویوه فیلډر موټر سره یوځای سوځولی او له سیمې یې یوتن ډاکتر، یو دبازارچوکیدار، اودوه تنه کلیوال له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.

دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې نن په لوګر کې هم په ورته یوه پیښه کې افغان ځواکونو ۸ کلیوال وګړي شهیدان او ۷ کورونه یې له خاورو سره خاورې کړل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close