هلمند: ګډو ځواکونو ۱۰ تنه ښځې او ماشومان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۸)

له هلمند څخه ورکړل شوي راپورونه وایی چې ، تیره شپه د یاد ولایت د نوزاد ولسوالۍ اړوند بر نوزاد سیمه کې د افغان عسکرو په ملتیا امریکایي ځواکونو چاپه وهلې او ګڼ شمیر ښځې او ماشومان یې په مخامخ ډزو  او بمبارۍ کې  وژلي.
خبر زیاتوي، په دې چاپه کې دسیمې د یو تن اوسیدونکي( اغاجان) د کور ۷ تنه ښځې او ماشومان او د صدو اکا په نامه د بل کلیوال د کور ۳ درۍ میرمنې شهیدانې شوې.

د سیمې خلک وایي، د ګډو ځواکونو په بمبارد کې د یادو کسانو د کورونو په ګډون یو جومات په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
دا پیښه داسې مهال مخته راځي چې د هیواد په مختلفو نقاطو کې د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د افغان ملګرو له خوا پر ولسي خلکو  بریدونه، چاپې او ړندې بمبارۍ په بېساري ډول زیاتې چې په هکله یې تر اوسه نړیوالې ټولنې،  بشرحقوقو او افغان حکومت د څه ویلو جرئت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close