همايون: حکومت پارلمان ته د مشخصو کسانو د برياليتوب هڅه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۶)

د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون وايي، حکومت په پارلماني ټاکنو کې د مداخلې له لارې هڅه کوي چې مشخص کسان ولسي جرګې ته راولي.

د همایون په وينا، پارلمان ته د ځانګړو کسانو راوستل د دې لپاره دي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د حکومت د مشرتابه په ګټه کار وکړي.

هغه وايي، په تيرو پارلماني ټاکنو کې حکومت د مشخصو کسانو لپاره کمپاين کړی، دولتي امکانات ورکړل شوي و او د ځينو نوماندانو مالي ملاتړ يې هم کړی دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستيال همایون په يوه مرکه کې ويلي، د تيرې شنبې او یکشنبې ورځو انتخاباتو کې په قصدي ډول بایوميټريک سستم دستګاوې خرابې شوي څو دغه کار سره په ټاکنو کې درغليو ته لاره پرانيستل شي.

نوموړی وايي، په ډيری ولايتونو کې له بايوميټريک پرته ګڼ شمير صندوقونه د مشخصو نوماندانو په ګټه ډک شوي چې يواځې يوه بيلګه يې خوست دی چې زرګونه خلکو ته جعلي تذکرې چې سټيکرونه پرې لګول شوي و ويشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، په تيرو انتخاباتو کې د درغلۍ لسګونه ويډيوګانې او انځورونه په فسبوک او نورو مطبوعاتو خپاره شوي، دغه راز د ټاکنو شکاياتو کمېسيون وايي چې په تيرو دوو ورځو انتخاباتو کې له يوولس زره څخه زيات شکايتونه ثبت شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close