همدرد: پرته له دوو ولسواليو په ټول هلمند کې جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۰۳جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي کوم چې د داومداره جګړو له کبله د نا امنۍ کور بلل کیږي.
د هلمند د مدني ټولني مشر ښاغلی سردار محمد همدرد رسنیو ته ویلي دي، «له دوو ولسوالیو (ګرمسیر او ناوې) څخه پرته په ټولو ولسوالیو کې جګړه روانه ده.»
دی وایي که مرکزي دولت هلمند ته جدي پاملرنه ونکړي، نو ښايي چې یادې دوه با امنه ولسوالۍ هم د سقوط سره مخ شي.
همدرد همدا راز وویل، په دې وروستیو کې چې د امنیتي برخې په رهبرۍ کې بدلون راغی، هیڅ ډول اغېزه یې نه ده کړې.
همدرد همدا راز زیاته کړه چې سرتېرو ته پخپل وخت اکمالات نه رسیږي، او معاشونه یې پر وخت نه ورکول کیږي، چې له امله یې ډېری ستونزې را پیدا شوي دي.
همدرد وايي په هلمند کې د روانې نا امنۍ لوی علت د ځايي ادارو بې کفایتي، او د هلمند لپاره د چارواکو نا سمې او فرمایشي ګمارنې دي.
همدرد وویل چې د جګړو له کبله ګڼې کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له څو اونیو را هیسې د هلمند ولایت په ځینو ولسوالیو کې درنده جګړه روانه ده، چې مارجه او سنګین ولسوالۍ د افغان ځواکونو له لاسه ووتې او د طالبانو لاسته ورغلې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close