هندوستان: سېلابونو ۲۶۹ تنه وژلي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

د هندوستان جنوب لور ته په تامل ناډو ايالت کې سختو بارانونو او سېلابونو ۲۶۹ تنه وژلي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې په ياد رياست کې له تېرې سه شنبې راهيسې روانو سېلابونو ۱۰۰ کلن ريکارډ مات کړی دی.

چارواکو د سيمې مرکزي هوايي ډګر تړلی دی او نور پوځيان يې ګمارلي دي.

د ژغورونکو ټيمونو زرګونه کسان د لامبو وهلو او طبي سامانو او کښتيو سره د خلکو په ژغورلو بوخت دي.

چارواکي وايي، د سېلابو له امله مکتبونه او پوهنتونونه ټول رخصت دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close