هندوستان کې سېلابونو يو نيم مليون کسان اغېزمن کړي دي

کابل ټکی کام ۱۷وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د هندوستان چارواکو ويلي دي چې د هېواد شمال ختيځ لور ته د زورورو سېلابونو له امله يو نيم مليون کسان اغېزمن شوي دي، چې دوه سوه زره يې په خېمو کې ژوند ته اړ شوي دي.
د هند په آسام ولايت کې موسمي بارانو او سېلابونو سږ کال سلګونه کسان وژلي دي، چې نږدې ۵۰ يې په تېرو ورځو کې وژل شوي دي.
بل لور ته له اسمانه د دوه تندر لوېدو په پېښو کې هم ۳۲ تنه وژل شوي دي.
د اسام والي تارون ويلي دي، چې دوی په يوازې ځان د سېلاب ځپلو مرسته نه شي کولای، ځکه دومره توکي په لاس کې نه لري، چې بسنه وکړي، ځکه يې نو له نوي دهلي د مرستې غوښتنه کړې ده.
د اسام ولايت په اوږدو کې پروت نهر براهما پوترا هم د موسمي بارانو له امله ځای ځای ياغي شوی دی، چې زرګونه کلي او کرهڼيزې ځمکې يې لاندې کړي دي.
په هند کې موسمي بارانونه د جون او سپتمبر مياشتو په منځ کې زور اخلي، چې په دې هېواد کې د کرهڼې لپاره ضروري ګڼل کېږي، خو دا بارانونه بيا په اسام غوندې غرنيزو ولایتو کې د ستر زيان سبب ګرځي، چې له امله یې زرګونه کورونه او فصلونه له منځه ځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close