هندي کشمیر: په وسله وال برید کې د هند ۷ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۱۰) زرغون خوږیاڼی

د هندي پوځ تر ولکې لاندې په جمو کشمیر سیمه کې یوه ډله وسله والو د هندي عسکرو په یوه مرکز برید کړی، چې په کې ۲تنه پوځي افسران او ۵ تنه عسکر وژل شوي دي.

د هندي پوځ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ د جمو کشمیر په نګروټه کې ۳تنه وسله وال چې د پولیسو یونیفورم یې په غاړه و، په یوه پوځي مرکز برید وکړ، چې په لومړیو ډزو کې یو پوځي ووژل شو او ۳ نور ټپیان شول، ددوی په وینا بریدګر هغې سیمې ته ننوتل چې د پوځیانو کورنۍ پکې میشتې وې.

په خبر کې ویل شوي، چې هلته يې یو شمیر کسان برمته کړي وو؛ ددو په وینا له هغه ځایه یې په عسکرو برید وکړ، چې پکې یو پوځي افسر او ۲ ساتونکي ووژل شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په متقابلو ډزو کې درې واړه برید ګر وژل شوي او سیمه د امنیتي کسانو په ولکه کې ده.

تر دې دمه د یاد وسله وال برید مسئولیت چا نه دی منلی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان سرحدي سیمو کې د دواړو خواو تر منڅ حالات ترینګلي شوي دي، چې هندي پوځ د دا ډول بریدونو پړه پر پاکستان ور اچوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close