هند افغانستان سره د (زر) بسونو د ورکړې او بيلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹)

افغان چارواکي وايي، هند له افغانستان سره د زر ملي بسونو د ورکړې او (يوسل شپيته) بيلابيلو پروژو د عملي کولو ژمنه کړې.

غني تيره ورځ د اقتصادي همکاريو د جلبولو په موخه هند ته ولاړ او د هغه هېواد له لومړي وزير سره يې وکتل.

دواړو مشرانو د دوستانه اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ، د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې، د اقتصادي او ترانزیتي همکاریو پراختیا، سیمه ییز انسجام، د افغانستان- هند د هوایي ډګر پراختیا، لوړو زده کړو، مسلکي او آنلاین تعلیم، او ګډې پانګه اچونې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د ارګ اعلاميه کې راغلي په دې کتنه کې، د هند لومړي وزير نريندرا مودي له ولسمشر غني سره ژمنه کړې چې افغانستان کې “د شاتوت بند او کانالونو، لمريزې پرېښنا، واټرپمپونو، د څښاک اوبو او په کليوالو سيمو کې د (یوسل شپيته) بيلابيلو پروژو د عملي کولو چارې به پیل کړي.

دغه راز مودي ويلي، چې افغانستان ته به (زر) نوي ملي بسونه ورکړي، درې نيم سوه نور به ترمیم کړي زياتوي هند د غذايي توکو د پروسس او بيلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره د هر ډول مالي او تخنيکي همکارۍ لپاره چمتووالی لري او دواړو مشرانو د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهليز په پراختيا خبرې وشوې څو د هرات- امرترسر په ګډون نورو ښارونو ته هم پروازونه پيل شي.

همدارنګه د دواړو مشرانو تر منځ پريکړه شوې چې د افغانستان او هند ګډه ډله به د قيمتي ډبرو د پروسس، صادرولو او د درملو د توليد په برخو کې لاس په کار او توافق شوی چې تخنيکي ډلې به د یادو پروژو د عملي کولو لپاره ژر تر ژره زمينه برابره کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close