هند ته داتمر دسفر په وړاندې خوښي او اندېښې

افغانستان، چې دهېواد دورځ په ورځ پراخيدونکيو ناامنيو او اقتصاي کمزورتيا دله منځه وړلو له پاره دامريکا په شمول ديو شمېر هېوادنونوسره دستراتېژيکو ګډو همکاريو لاس ليکونه وکړل په دې تمه او اميد و، چې په افغانستان کې به دتړون لاس ليک کړي هېوادونه دامن او سولې په اړه هم مرسته وکړي چې دافغنستان دپخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسنيو دواړو ډاکټرانو اشرف غني او عبدالله زياته توجه او هدف دامريکا سره دستراتيژيکي تړون په لاسلیک کې وه چې که په افغانستان باندې هرڅه بدحالت راشي دروسانو تر وتلو او کمونيستي رژيم تر ړنګيدو وروسته چې کوم حالت سره افغانان مخ شول دهمغه څېر راتلونکي حالت څخه به وژغورل شي.

افغانستان داسيا په زړه کې په يوه داسې سېمه کې موقعيت لري چې دخپلې سېمې دحالاتو په نظر کې نيولو سره دنورو هېوادونو سره دوستانه چلند وکړي ترڅو په اقتصادي لحاظ بهرنيو مرستو ته اړتيا  دښه ګاونډيتوب په لرلو سره  پوره شي.

دافغانستان جيوپوليټکس سياست دا اجابوي چې په نړيواله کچه داسلامي نړۍ په سېمه کې داسلامي هېوادونو او ګاونډيانو چين، ايران ، تاجکستان ، ازبکستان ، پاکستان او هم داقتصادي وړتيا په موخه دهندوستان سره بايد ښې اړيکې ولري په اوسنيو کې هندوستان ته دملي امنيت دسلاکار حنيف اتمر په سفر بحثونه روان دي چې ښايي ډيلي ته به د اتمرسفر دافغانستان لپاره ګټور تمام شي او بايد افغانستان چې په بهرني سياست کې ځان ازاد بولي دهريوه هېواد سره دښو اړيکو او راکړې ورکړې حق لري خو داتمر سفر په اړه په دې بحثونه کېږي چې دافغانستان روان کړکيچ  چې نور يې افغانان دزغملو توان نه لري دسولې او ثبات په اړه پاکستان د افغانستان سره دښې همکارۍ څخه لاس په سر کړي .

که څه هم ډاکټرعبدالله نورله پاکستانه دښې همکارۍ تمه نلري خو بيا هم دافغانستان دکړکيچ او روانې جګړې دله منځه وړلو په اړه چې پاکستان همکاري ونکړي ګرانه ده چې نا امني پای ته ورسېږي. افغان چارواکي چې دسولې او طالب وسلوالو سره دمذاکراتو په اړه کوم اميد لرله، دګاونډيوهېوادونو څخه په ځانګړي ډول له پاکستان څخه  يو څه نا اميده شوی دی، ځکه چې دحنیف اتمر په وسېله دهند سره داړيکو په پراخوالي اقدام وکړ.

هندي چارواکو دافغانستان سره دروسيې جوړې ۲۵ MI  ډوله څلور څرخي الوتکو دمرستې ژمنه کړېده امکان لري حنيف اتمر دهندي چارواکو سره په نورو مسايلو هم لکه دافغان پوځ روزنه ، دتعليمي بورسونو په زياتوالي او نورو چارو هم خبرې وکړې، چې دهند سره داړيکو په زياتوالي او هليکوپترو په ورکړه په افغانستان کې دناټو قوماندان جنرال کمبل هم خوښي ښکاره کړېده، چې دافغانستان سره بايد په دفاعي چارو کې مرسته وشي افغانستان چې امريکا په شمول يې دهند سره هم دستراتيژيکو همکاريو تړون لاس ليک کړی دی امکان لري هند دافغانستان سره داړتيا وړ مرستې وکړي، خو افغانان به په افغانستان کې دطالبانو سره په مذاکراتو کې دپاکستان همکاري بايلي هند غواړي دهمکاريو ترنامه لاندې دپاکستان په مقابل کې په افغانستان کې نفوذ زيات کړي چې که ديوه لوري يو شمېر افغانان دهند همکاريو ته خوښي ښکاره کوي؛ نو بل لوري ته په افغانستان کې دټکنۍ سولې او جګړو په دوام زيات افغانان انديښمن کړي او  اشرف غني په يوه اعتراف کې منلي ده چې دپاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نشي راتلای.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close