هند د آسيا جام اتلولي خپله کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۷)

د اسياجام په وروستۍ سيالۍ (فاينل) کې هند بنګله دېش ته په درېيکو ويکټو ماتې ورکړه او د اسيا جام اتلولي يې خپله کړه.

د لوبې پچه هند وګټله او بنګله دېش ته يې د توپ وهلو بلنه ورکړه.

بنګله دېش لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځولو سره هند ته ۲۲۳ منډې هدف وټاکه.

هند ټاکلی هدف په وروستي اور کې پوره کړ او د اسيا جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.

په اسيا جام سياليو کې شپږ هېوادونو افغانستان، پاکستان، هانک کانګ، بنګله ديش، سريلانکا او هند برخه لرله.

په اسيا جام کې افغانستان بنګله دېش او سريلانکا ته په لومړي پړاو کې ماتې ورکړه خو له پاکستان څخه د ماتې خوړولو وروسته له اسيا جام بهر شول او هند سره يې هم ښه لوبه وکړه چې دواړه لوبډلې سره برابرې شوې.

هند د اسيا جام له ديارلس سياليو څخه شپږ ځلې اتلولي ګټلې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close