هند: د بس موټر د چپه کیدو له امله لسګونه کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۱)

راپورونه وایي، چې د هند په تلنګنا آیالت کې د یوه بس موټر د چپه کیدو له امله لسګونه کسان وژل شوي.

چارواکي وایي، بس موټر یوه معبد ته پر لاره وه چې په یوه غرنۍ سیمه کې له کنترول څخه ووت او چپه شو.

د چارواکو په وینا، یاد بس موټر د ۶۰ تنو د لیږد وړتیا درلوده، خو ۸۰ تنه په کې سپاره شوي و چې د ډیر سرعت او د خونديتوب تدبيرونو ته د نه پاملرنې له امله چپه شوی.
که څه هم په لومړیو کې د ۴۰ تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی و ، خو وروستي راپورونه ښیي چې په پیښه کې ۶۰ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د پیښې قربانیان یوځایي روغتون ته وروړل شوي، ډاکټرانو وایي، د ډیرو ټپیانو حالت نازک دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close