هند: د سېلابونو له کبله څه باندې درې سوه کسان مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۷)

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په کرالا ايالت کې د سختو سېلابونو له کبله څه باندې درې سوه کسان مړه شوي دي.

د کرالا امنيتي مسوولين وايي، دغه سېلابونو د ورښتونو له کبله راوتلي چې په ترڅ کې درې سوه شل کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي، څه باندې دوه لکه کورنۍ بې ځايه شوي چې د حکومت له لوري ورسره لومړنۍ مرستې شوي دي.

د کرالا ځايي حکومت چارواکي وايي، ډيری کسانو د ځمکښوېدنې له امله ژوند له لاسه روکړی دی.

تېره شپه د دغه هېواد لومړی وزير نريندرا مودي هم دغه ايالت ته ورغلی او مسوولينو ته يې د بندپاتو کسانو د ژرترژره د ژغورلو سپارښتنه کړې ده.

ويل کېږي، په سيمه کې لا هم د ډير ورښت امکان شته او هغه سيمې چې د خطر لاندې دي خلکو ته يې د کورونو د پرېښودو امر شوی دی.

د راپورونو پر اساس، د ژغورنې په عملياتو کې د پوځ سربيره پوځيانو هم برخه اخيستې او ويل کېږي چې شاوخوا درې سوه کوچنۍ کښتۍ د بند پاتې خلکو په راوايستلو بوختې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close