هند: د يوې کورنۍ يوولس غړو ځانونه په دار کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۲) د هندي رسنيو د راپورنو له مخې، د دغه هېواد په پلازمينه نوي ډيلي کې د يوې کورنې يوولس غړو ځانونه په خپله خوښه په دار کړي دي.

پوليس وايي، د وژل شويو کسانو له ډلې لس کسان داسې په دار ځړول شوي و چې لاسونه، پښې او سترګې يې د شا له خوا تړل شوي و او يوه اويا کلنه مېرمن په ځمکه مړه موندل شوې ده.

هندي رسنيو د ځايي پوليسو له قوله ليکلي، چې د وژل شويو کسانو سره يې داسې ليک موندلی چې ترې جوتيږي چې په دار ځړېدل يې مذهبي مراسم دي.

پوليس وايي، په ليک کې لیکل شوي او دغه کسانو په دې عقيده لرله که ځانونه په دار کړي نو دوی نه وژل کېږي.

دغه کسانو په ليک کې د ځانوژنې ټول هغه څه ليکلي چې دوی مذهبي مراسم بلل او وروسته يې ځانونه په دار کړي دي.

د نوي ډيلي پوليس وايي، په دغه کسانو کې څلور نارينه د اويا کلنې مېرمنې اولادونه او اووه تنه نور هم د دغه مېرمنې اولادونه او لمسيان دي.

د پوليسو پلټنو ښودلې چې د يادې کورنۍ څخه نه غلا شوې او نه داسې ثبوت شته چې څوک دې ورته راغلي وي.

لا هم پوليسو نه دي توانيدلي چې په دې ډاډه شي چې دغو کسانو دې ځانوژنه کړې وي زياتوي چې نورې پلټنې به هم وکړي.

ډيری هندي وګړي ډول ډول مذهبي مراسم لري، چې څوک د غواګانو عبادت کوي، څوک د بوتانو او په دې وروستيو کې په سوشل ميډيا د يوه هندي وګړي داسې ويډيو خپره شوې چې د امريکا ولسمشر ټرمپ خپل خدای ګڼي او د هغه انځور ته عبادت کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close