هند غواړي د پکتیا پوهنتون د لابراتوارونو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۶)

د پکتیا پوهنتون مسؤلین وایي، هند ورسره ژمنه کړې، چې د یاد پوهنتون د لابراتورونو لپاره ځانکړې ودانۍ رغوي.
د پکتیا پوهنتون رييس پوهنمل دوکتور سید ولي جلالزي تیره ورځ یوې غونډې ته وویل؛ د لابراتوارونو تعمیر په جوړښت سره به د ټولو څانګو لپاره د لابراتوارونو اړین توکي پکې ځای پر ځای شي او د نظري زده کړو ترڅنګ به عملي زده کړو کې هم پام وړ بدلون راشي.
جلالزي وویل؛ پر یاده ودانۍ ټولټال ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې قرارداد یې د لوړو زده کړو وزارت او هند سفارت تر نظارت لاندې له قدوس خیل ساختماني شرکت سره شوی دی او په څو ورځو کې به یې عملي کارونه پیل شي.

اوسمهال په پکتیا پوهنتون کې د طب، انجنیری، حقوق او سیاسي علومو، اقتصاد، ژبو او ادبیاتو، ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځي تدریس کیږي او نږدې ۷ زره محصلین په کې پر زدکړو بوخت دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close