هند له پاکستانه غوښتي چې د کشمیري بېلتون غوښتونکو

کابل ټکی کام ۳۱زمري ۱۳۹۴ خبر: انصار هند له پاکستان یو ځل بیا غوښتي دي، چې د دواړو هېوادونو د مذاکراتو د پیل کېدو مخکې د کشمیر ي بېلتون غوښتونکو سره ونه ګوري. د هند او پاکستان تر منځ چې تېر کال مذاکرات پیل شوي وو، د هند لخوا پر پاکستان د یو شمېر اعتراضات وځنډول شول، د هند د بهرنیو چارو وزارت د صدر اعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز څخه غوښتنه کړې ده، که پاکستان غواړي د هند سره پر اختلافي مسایلو مذاکرات وکړي، نو باید د کشمیري بېلتون غوښتونکو سره هیڅ ډول لیدنه ونکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت له سرتاج عزیز څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې، که په ډیلي کې په یو شمېر مسایلو چې د پاکستان او هند تر منځ د بحث وړ دي، لومړی باید د خپل سیال یعنې د هند د صدراعظم د سلا کار سره لیدنه وکړي.  د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند سواروپ ویلی دي چې د کشمیري بېلتون غوښتونکو مسره د هند او پاکستان ترمنځ مذاکرات د کشمیري بېلتون غوښتونکو سره لیدنه تاواني کوي.   هندي پولیسو د کشمیر د بېلتون غوښتونکو یو شمېر مشران نیولي وو، چې د څه وخت وروسته بیا پرېښودل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close