هند په افغانستان کې هغه روسي الوتکې ترميموي، چې له روسانو پاتې شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۸) الماس خدرخیل

د هندي رسنيو له قوله ويل شوي، چې دغه هېواد په پام کې لري، چې په افغانستان کې هغه روسي چورلکې بيا ځلې ترميم کړي، چې د روسانو په تېر يرغل کې له هغوی په افغانستان کې پاتې شوي او خرابې پرتې دي.

ويل کېږي، د چورلکو د بيا ترميم په موخه د هندي انجينرانو يوه تخنيکي ډله کابل ته رسېدلې او د يادو چورلکو نه يې له نږدې ليدنه کړې ده.

هندي چارواکو ويلي، که روسيه د دې چورلکو د اړتيا وړ توکي او پرزو اسانتيا برابره کړي، نو چمتو دي چې يادې چورلکې بيا ځلې فعالې او د افغان هوايي ځواکونو په واک کې ورکړي.

د معالوماتو له مخې، د کابل په پوځي هوايي ډګر کې له څلوېښتو تر پنځوسو بېلابېلې خرابې جنګي چورلکې له اوږدې مودې راهیسې بې ګټې پرتې دي.

 د هندۍ ورځپاڼې د راپور له مخې نه یواځې چورلکې، بلکې ټانکونه او نور پوځي روسي تجهیزات؛ د دفاع وزارت په هغه نوملړ کې دي چې د بیا جوړولو اړتیا لري.

باید وويل شي، چې له افغانستانه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته په هېواد کې د روسي چورلکو تر څنګ په زرګونه زره دار او زريفوش روسي ټانګونه هم پاتې شول، چې د کورنيو جګړو او د امريکايي يرغل په لومړيو درو کلونو کې د زورواکانو او سيمه اييزو قومندانانو له خوا آره کړل شول او په ګاونډيو هېوادونو د کباړ په بيه وپلورل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close