هند کې خونړی موټر بم برید او پر وړاندې یې غبرګونونه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۶)

هندي چارواکو تیره ورځ ناوخته خبر ورکړ چې د دغه هیواد تر ولکې لاندې کشمیر د د پلوامې په نوم سیمه کې د هندي ځواکونو پر کاروان موټر بم برید شوی چې پراخه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

هندي چارواکو ویلي په دغه برید کې ۴۴ تنه نیمه هندي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د برید پړه د جیش محمد ډلې پر غاړه اخیستې او د یوځوان چې عادل احمد نومیږي ویډیو یې خپره کړې چې ګواکې دا برید ده ترسره کړی دی.
د دغه برید په تړاو ګڼ غبرګونونه مخته راغلي، ملګروملتونو دا برید وحشیانه بللی او په سختو ټکو یې غندلی.
امریکا، اروپایي ټولنې افغانستان، پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو هم دې برید ته سخت غبرګون  ښوودلی دی.
هند له ملګرو ملتونو غوښتي چې د جیش محمد د ډلې د مشر نوم دې په خپل تورلیست کې داخل کړي او پاکستان یې د دغه برید پر پلانولو تورن کړی دی.
پر هندي ځواکونو دغه برید په تیرو ۳۰ کلونو ترټولو خونړی بلل شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close