هند کې د اورګاډي چپه کیدو له امله ۹۵ کسان وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۳۰) زرغون خوږیاڼی

نن یکشنبه سهار وختي د هند( Patna-Indore Express) اورګاډی د اتراپردیش ایالت د کانپور ښار سره نږدې له پټلۍ واوښت او چپه شو، چې په کې نږدې ۹۵ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

 د اتراپردېش ایالت امنیه قومندان جاوید احمد وايي، کیدای شي د مرګ ژوبلې شمیره نوره هم زیاته شي، لا هم دوه ډبې په یوه بله کې ننوتلې او د پرې کولو او له یو بل نه د بېلولو کار یې روان دی.

د پټلۍ وزیر، انیل هم د مرګ ژوبلې د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

د اتراپردېش پوليسو د مطبوعاتي دفتر مسئول راهول CNN ته وویل، چې د ۴۰ راویستل شویو ټپیانو حالت د اندیښنې وړ دی، سیمې ته د ژغورنې ټیمونه رسیدلي او د مسافرو په ژغورنه بوخت دي او په لسګونو امبولانسونه ورته تګ راتګ کوي.

ویل کیږي چې د اورګاډي ۱۴ ډبې چپه شوي او یو شمیر یې په یو بل کې ننوتلي دي، د اتراپردېش د پولیسو عمومي رئيس جاوېد احمد د خبرونو مرکز ته وويل، ۷۰ مسافرو اوس هم د اورګاډي په ډبو کې بند پاتې دي کیدای شي مرګ ژوبله ور اوښتي وي.

د اورګاډي یوې سپرلۍ بي بي سي ته ویلي: “د شپې درې بجې وې، سخت غږ مې واورېد، څو ډبې له پټلۍ وغړېدې، هر یو په درد کې و، پخپله مې څو مړي او ټپیان ولیدل”.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر دې پيښه خواشیني څرګنده کړې ده او د پيښې د څيړنې او د عاملینو سره یې د سخت چلند کولو امر کړی دی.

تر اوسه د اورګاډي د چپه کیدو لامله نه په ګوته شوی؛ خو ځايي سرچینو ویلي چې کیدای شي د اورګاډي ډبې له پټلۍ څخه اوښتي او چپه شوي وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close