هند کې زهرجنو شرابو ۷۷ تنه مړه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۱)

د هندي چارواکو په وينا، د شنبې په ورځ په دغه هېواد کې د زهرجن شرابو د څښلو له کبله ۷۷ تنه مړه شوي دي.

که څه هم په لومړيو کې د مړو شويو کسانو شمير کم و خو وروسته پوليسو وويل، چې دغه شميره ۷۷ کسانو ته لوړه شوې ده.

هندوستان ټايمز ليکي، په سهان پور ولسوالۍ کې د وژل شويو شمير ۳۷، په کشينګر کې ۱۱ او په اوتراخند کې ۳۱ تنه ته رسېدلی دی.

د پوليسو يوه مشر اشوک کمار ويلي، د عدلي طب لومړني معلومات ښيي چې په دغه شرابو کې متانول موجود و ځکه يې په زيات شمير خلک وژلي دي.

د شنبې په ورځ، د اتردیدی پولیسو ۱۷۵ تنه ونیول او ۹۲،۶۹۷ لیټره غیر قانوني شراب يې ترې لاسته راوړي خو ځايي رسنۍ وايي پوليسو د يادې پيښې په تړاو اته تنه شراب خرڅوونکي نيولي او ايالتي حکومت د دولس پوليسو په شمول پنځه ديرش تنه چارواکو له دندو ګوښه کړي دي.

په هند کې تر ډيره بې کيفيته او غير قانوني شراب پلورل کېږي چې خرڅوونکي يې حکومت ته ماليه نه ورکوي او وخت ناوخت ورته ډول پيښې رامنځته کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close