هند ۵۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکی میزائیل و ازمایه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) الماس خدرخیل

د هند هېواد خپل څلورم اوږد واټن ویشتونکی میزائیل چې Agni-V نومیږي، په بریالیتوب سره وازمایه.

ويل کېږي دغه قسم ميزايل يواځې پنځه نور هېوادونه لري.

نوموړی ميزايل چې ۵۰۰۰ کيلو متره هدف په نښه کولی شي (په دې توگه اوس هند کولای شي د چین شمالي سیمې په نښه کړي) دغه له ځمکې څخه ځمکې ته توغندی ۱۷،۵ ميتره اوږد او ۵۰ ټنه وزن لري.

ياد ميزايل، چې د اټومي سرګلولو د لېږدولو توان لري، د دوشنبې په ورځ د ارویسا ایالت په عبدالکلام ټاپو کې وازمایل شو او د استرالیا اوبو ته نژدې په آرام سمندر کې پریوت.

د اټومي چارو پوهانو ویلي دي چې د هند په دغه نوي Agni-V میزایل کې له داسې تکنالوژۍ نه استفاده شوې چې میزایل ته پرې لارښونه کېدای شي.

د يادونې ده، چې په اوس وخت کې یواځې چین، فرانسه، روسیه، متحده ایالات او بریتانیا اوږد واټن ویشتونکي وسلې لري چې د اټومي سرگلولو د لیږدولو توان لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close