هیلري کلنټن:که په ټاکنو کې بریالۍ شوم، نو افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر شمېر له سره کتنه کوم

کابل ټکی کام ۱۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
هیلري کلنټن په امریکا کې د ۲۰۱۶م کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته نومانده ده، پخپلو کمپایني غونډو کې یې د یوې وینا په ترڅ کې وویل، «که ولسمشره شوم، نو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر شمېر له سره کتنه کوم.».
نوموړې پخپله وینا کې د افغان حکومت ستاینه وکړه چې له امریکا سره ګډ کار او همکاري کوي.
کلنټن په افغانستان کې د وسلوالو په فعالیت د اندېښنې ښودلو تر څنګ وویل چې «افغانستان کې اوس یوازې طالبان نه، بلکې داعش ډله هم فعالیت کوي.».
نوموړې زیاته کړه چې امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه د «ترهګرو» د ماتونې هوډ کړی دی.
د یادولو ده چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۶م کال په وروستیو کې ترسره کیږي، او نوی ولسمشر به خپله دنده د ۲۰۱۷م کال د جنورې میاشتې په پیل کې شروع کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close