هیڅکله دا ۷ دردوونکې خبرې چاته مه کوه 

عزیر اسدخیل

هیڅکله له یتیم نه دا پوښتنه مه کوه چې مور یا پلار دې کله مړه شوي، یا ولې مړه شوي؟

هیڅکله له چا دا پوښتنه مه کوئ چې زوی ېا لور دې کله یا ولی مړه شول؟

هیڅکله له بې روزګاره شخص نه د خلکو په مینځ کې پوښتنه مه کوه چې ولې څه کاروبار نه لرې؟

هیڅکله له شنډې ښځې یا شنډ سړی نه دا پوښتنه مه کوه چې ماشومان دې ولې نشته؟

هیڅکله له هغه چا نه چې پر مخ یې څه داغ وي پوښتنه مه کوه چې دا مخ دې ولې داسې دی؟ ځکه چې مخ د عزت او کرامت ځای دی او هیڅوک نه غواړي عزت یې تر پښو لاندې شي.

هیڅکله له میلمه نه مه پوښته چې ډوډۍ یا چای راوړم؟ بلکې له پوښتنې پرته که د ډوډۍ وخت وي ډوډۍ راوړه او که د چایو وخت وي چای ورته راوړه.

هیڅکله د خلکو د خندونې لپاره پر خپل ملګري ملنډې مه وهه ځکه چې دا ډیر دردوونکی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close