هیچا مو توره تېره نه کړه

جواد یاسر

موږ د پېړیو په تر ټولو بزدل او کسیل پېر کې ژوند کوو، هغه پېر چې د نړۍ اکثرو مسلمانانو خپل اساسي مسؤلیتونه شاته غورځولې، رکون الی الارض یې خوښ کړی او د ایثار او قربانۍ سره کرکه لري، اوس نه خالد ابن الولید رضی الله عنه شته چې نړۍ یې د قتال په شغلو وځلول، د کفر ټغر یې ټول کړ، نه د اسلام زمری حضرت حمزه رضی الله عنه ژوندی دی، نه طارق ابن زیاد شته، نه صلاح الدین ایوبي او نه هم د میوند مسته ملالۍ شته چې بیرغ په لاس او د کفارو ککرې غوڅې کړي. تاریخ بدل شوی او هرڅه پر بل مخ روان دي.

د تبوک په غزا کې چې سخته ګرمي وه د هغه وخت ټول مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ووتل فقط درې کسان د سستۍ له وجې پاتي شول چې یو پکښې کعب ابن مالک ؤ، کعب ابن مالک د غزا وروسته سمدستي پر خپل کار پښېمان او توبه ګار ؤ خو الله او د الله رسول یې تر پنځوسو ورځو توبه قبوله نه کړل، خلک یې ورڅخه منع کړل او میرمن یې ترې منع کړل، دا د یوه مسلمان د غزا څخه پاته کیدنه او سزا وه په داسې حال کې چې کعب بدری هم ؤ.

د ننني عصر مسلمانانو ته سړی حیرت یوسي چې څنګه یې ټولو مسؤلیتونو ته شا ګرځولې ده! احساس او ضمیر یې مړ دی او آن ښکاره تحریف ته یې مټې بډوهلې دي! نن ورځ چې اکثره اسلامي هیوادونه د غربي استعمار له خوا اشغال دي، ځمکه او فضا د کفارو په واک کې ده او مسلمانان پر ټوله ځمکه د یوې سجدې ځای او حق نه لري، زندانونه د مومنانو څخه ډک دي او پر ګرده نړۍ د ظلم توره ورځ خوره ده! بل خوا ته مسلمانان په تر ټولو ضعیف حالت کې دي، احساس او ضمیر یې مړ دی، مسؤلیتونه او تاریخونه یې هیر کړی او ډېرو خو ښکاره تحریف ته ملا تړلې ده، پرته له څو هغو کسانو چې د اعلاءکلمة الله په پار یې سرونه قربان او تنها د قتال پر میدان ولاړ دي.

د قتال او غزا پدې تر ټولو حساس وخت کې د مستعمره شویو اسلامي هیوادونو علماؤ، مفتیانو او سیاسیونو د قتال موضوع له ټولو نصوصو او آیاتونو سره له پامه غورځولې ده، عملا خو د جهاد کاروان په دوئ نه شو زیات خو په دعوتي لحاظ یې هم د اسلام سره سخته بې وفایي وکړل.

نن ورځ د دغو هیوادونو علماء او ملایان آن د کعبې او مدینې امامان د دې پر ځای چې مسلمانانو ته د قرآن کریم “و قاتلوهم …”  “و ما لکم لاتقاتلون …”  “الاتنفروا یعذبکم …”  “کتب علیکم القتال …”  “انّ الله اشترا …”  “یاایهالنبیّ حرض المؤمنین …” او دېته ورته ډېرو نورو صریحو ایاتونو تفسیر وکا، حکم یې ورته واضح کا او مسلمانانو ته د دوئ د محکومیت اصلي علت او علاج په ګوته کا بالعکس هغو مجاهدینو ته چې همدا نن د صلیبي ښامار په مخ کې ولاړ دي او د اسلامي امت ازادي غواړي د جهاد بندولو، ناروا مصلحتونو او د طاغوت سره د ملګرتیا بلنه ورکوي او د “والصلح” تر عنوان لاندې د قران تحریف کوي.

نه مو چا توره تېره کړه، نه مو چا تاریخ وساته، نه مو چا ملا وتړل، نه چا تشویق کړو او نه مو چا پر زخم مرهم کېښودل، یوازي د بې وسۍ او یوازیتوب پر میدان ولاړ یو او د دنیا ټوله عشقونه مو هیر کړې دي؛ خو خیر حق همېشه غالب دی، الله جل جلاله به زموږ مرسته کوي، موږ به د امت د سر تاجونه شو او ټول منحرف او غلام انسانان به هغه وخت خجالت وي او مړې سترګې به ګرځي. ان شاءالله

د امت ځوان قشر باید د اسلام تاریخ مطالعه کړي، د خپلو اسلافو لاره تعقیب کړي، د دین اساسات، عقیده او “ولاء او براء” زده او عملي کړي او د مظلوم امت لوېدلې شمله بیرته جیګه کړي، د وخت د سستو او مزدورو ملایانو هرڅه اګنور کړي او په عملي ډګر کې د هغوئ منحرفې فتواوې او غوښتنې تکذیب کړي.

د اسلامي امت د بریا په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close