واشنګټن ایکزماینر: د امریکا میلياردونه ډالر بې ځایه لګېدلي، افغانستان کې يې ماتې خوړلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۵)

د واشنګټن ايکزماينر په نوم نشريې په خپله مقاله کې ليکلي چې د امريکا د جګړې په افغانستان کې اوولس کاله پوره شول خو لا هم خپلو موخو ته نه ده رسېدلې او په ټولو برخو کې له ماتې سره مخ شوې ده.

ایکزماینر ليکي، په افغانستان کې د امريکايي جګړې له پیله تر دې دمه (دوه زره څلور سوه) امریکايي عسکر ووژل شول، ميلياردونه ډالره ولګول شول، د امريکا درې ولسمشران بدل شول خو يوه يې هم د بل له پاليسۍ او تګلارو څخه ګټه پورته نه کړه.

د سرچینې په وينا، د امریکا ولسمشر ټرمپ له نورو زده کړه ونه کړه او په خپله خوښه يې تګلاره جوړه کړه خو د يوه کال په تيرېدو د هغه تګلاره هم ناکامه ده او جګړې لا توندې شوي دي.

په مقاله کې راغلي، امريکا د پراختيا، بيا رغونې، زده کړو ترهګرۍ ضد، نشه يي توکو او بالاخره طالبانو سره د جګړې په برخه کې هم ماته شوې ده.

د مقالې د ليکوال په خبره، د امريکا ميلياردونه ډالره بې ځايه لګېدلي او د افغانستان د جوړېدو او پرمختګ لپاره يې هيڅ د پام وړ ګټه نه ده کړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close