واشنګټن ایکزماینر: ټرمپ د افغانستان جګړې ختمولو ته زیات لیوال دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۰)

واشنګټن ایکزماینر نشریه وایي،د ټرمپ حکومت تر سخت فشار لاندې دی، څو په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورسوي.

نشریه زیاتوي،ټرمپ تر ډیره د سولې خبرو ته په تمه نه شي پاتې کیدلی او نه هم د دومره لوړو بې ګټې مصارفو توان لري.

د مقالې لیکوال وایي، د سلګونو میلیاردو ډالرو نتیجه دا شوه چې له فساد ډک حکومت رامنځته او د نړیوالې ټولې بسپنې همداسې ضایع شي.
ایګزماینر نشریې ویلي، ټرمپ د افغان جګړې لوړو لګښتونو وارخطا کړی او نور دا جګړه نه شي زغملی.

د نشریې په باور،امریکا نور دې ته تیاره نه ده چې د افغان پوځ لپاره اضافي پیسې ورکړي، ځکه امریکا ونه شو کړای چې یا دغه جګړه کابو کړي او یا هم په افغانستان کې یو پياوړی پوځ جوړ کړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close