واشنګټن ایګزمانيز: امريکا په افغانستان کې ماته ده، پر خپلو تګلارو دې غور وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۳)

د واشنګټن ايګزماينز خپرونې په يوه تازه مطلب کې ليکلي چې امريکا په افغانسان کې ناکامه ده او بايد پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.

په مطلب کې راغلي، چې امريکا په افغانستان کې په ميلياردونو ډالره لګولي خو د نشه توکو، فساد او ترهګرۍ مخنيوي او کمزوري حکومتولۍ له امله يې هيڅ مثبتې پايلې نه دي ترلاسه شوي.

ايګزماينر ليکي، په افغانستان کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې، د نشه يي توکو کاروبار ډير شوی، ترهګر پياوړي او وسله والو تر پخوا زياتې سيمې لاندې کړي دي.

د نشرې په وينا، لا هم د افغان پوځ په لیکو کې پراخې ستونزې وجود لري، بيا رغونې کارونه نه ترسترګو کېږي، د خلکو اقتصادي حالت ورځ تربلې کمزوری کېږی او د راتلونکي لپاره د خلکو هيلې کمې شوي دي.

په مطلب کې راغلي، چې يادو مسايلو ته په کتو امريکا په افغانستان کې ماته ده، بايد پر خپله ماتې اعتراف وکړي او په دغه هېواد کې دې پر خپلو مالي لګښتونو او سياستونو له سره غور وکړي څو د امريکايي ولس ميلياردونه ډالره ماليې بې ځایه ونه لګول شي.

تر دې مخکې هم امريکايي سياستوالو او د کانګريس ځينو غړو په افغانستان کې د امريکا جګړه بې فايدې بللې او له امريکايي چارواکو يې غوښتي چې خپل ځواکونه په سالمه توګه له افغانستانه وباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close