واشنګټن له منځینې ختیځ نه خپل پټریاټ توغندې بیرته لرې کوي

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمزجیفري ویلي دي چې له منځینې ختیځ نه د امریکا د پټریاټ توغندیو له ویستلو سره سره به بیا هم په سیمه کې پاتی شي.

جیفري د الجزیرة سره په مرکه کې ویلي دي چې زه بیخې د دې تصور هم نه کوم چې د امریکا متحده ایالات به د منځیني ختیځ له سیمې نه په شا شي، جیفري زیاته کړه چې هیواد یې د نورو ۷۰ هیوادونو په ملتیا د جوړ شوي ائتلاف په واسطه د اسلامي دولت تنظیم پر خلاف نهایی فعال عملیات وکړل، چې اوس مهال یواځي د فرات سمندر په اوږدو کې ساده او وروستنۍ جګړه پاتې ده.

یاد امریکایی مسؤل څرګنده کړې چې اوس مهال حالت د دې غوښتنه کوي چې یواځې استخباراتي الوتکې متحرکې وساتو او د لري واټن توغندي ویشتونکی الوتکې په سیمه کې د عاجلو حالاتو د رامینځته کیدا لپاره اماده وساتو.

د امریکا د مرکزي قوماندې ویاند بیل اوربان وویل چې مرکزی قومانداني به له خپلو اېتلافي دوستانو سره په سیمه کې د امن او استقرار په راوستلو کې ژمن پاتي شي او زیاته یې کړه چې زمونږ ځواکونه به په ټوله سیمه کې د عملیاتو د ترسره کولو او د هر ډول عاجلو پیښو د مقابلې لپاره تیار وو.

د وول سټریټ جورنال ورځپاڼې د امریکایی نظامي مسؤلینو له خولې لیکلي چې د امریکا متحده ایالات به د منځیني ختیځ له څلورو سیمو نه د توغندیو د شنډولو پاټریاټ توغندیو دستګاوې له اردن، کویت او بحرین هیوادونو نه په راتلونکی میاشتي کې وباسي.

امریکایی مسؤلینو ویلي دی چی د دې کار موخه داده چې باید یادې دستګاوې په منیځیني ختیځ او افغانستان کې د اوږدو جنګونو نه په لرې واټن ځایونو کې نصب کړي، ځکه چې امریکایی فوځ اوسمهال د چین او روسیې د ګواښونو په اړه تمرکز لري.

د کویت د فوځ د عامه اړیکو ریاست یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې یې ویلي دې د امریکا لخوا د یو شمیر توغندیو د ویستلو قضیه یوه داخلي او نورماله مسئله ده چې د امریکا فوځ یې د کویت له فوځ سره په هماهنګۍ ترسره کوي، او دا د امریکایی ځواکونو د ساتنې لپاره یو ځانګړې اقدام دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close