واشنګټن پوست: د طالبانو «موازي حکومت» منظم او فعال دی

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۱۰):

 

د امریکا معتبر اخبار واشنګټن پوست د جون پر ۲۱ مه باندي لیکي هغه خلګ چي ګومان کوي چي طالبان یوازي نارینه د ږیرو په خاطر ډبوي، او نجوني مکتب ته نه پردېږدي، د هغوی دا درک د یوې نوي مهمي لیکني پر بنیاد غلط ثابت سوی دئ.

دا تحقیقاتي لیکنه د «طالبانو د موازي حکومت لاندي ژوند» په نامه خپره سوې ده. دا لیکنه وايي چي طالبانو د حکومتوالۍ یو پرمختللی سیسټم ایجاد کړی دئ، او د صحت، معارف، عدالت، او مالي چارو لپاره ئې معین او فعال کمیسونونه جوړ کړي دي. پدې لیکنه کي په اوو ولایاتو او ۲۰ ولسوالیو کي تحقیقات سوي دي.

واشنګټن پوست لیکي چي د دې تازه لیکني اصلي نتیجه دا ده چي طالبان د افغانستان پر پراخو سیمو باندي حکومت کوي، د حکومتوالۍ په اړه سخت محتاط دي، او غواړي چي د خلګو زړونه وګټي. طالبان کوښښ کوي چي د زور او جبر پر ځای خلګو ته خدمات برابر کړي، او داسي ښکاري چي د آینده حکومت لپاره ځان چمتو کوي.

دا رپوټ وايي چي د افغانستان په ګوټ ګوټ کي طالبان په دوامداره توګه د کابل رژيم له چارواکو سره روابط ساتي. او دغه راز د خیریه موسساتو سره هم ټینګي اړیکي لري. د افغانستان په زیاتو سیمو کي طالبان د برق بیل جمع کوي. مالیات راغونډوي. قاضیان ئې محکمې دایروي، او عموما پر موټرسیکلانو باندي سیاري محکمې لري.

دا رپوټ وايي که څه هم د طالبانو موازي حکومت یوه لسیزه پخوا تاسیس سو، خو حیرانونکې خبره دا ده چي د امریکايي عسکرو باوجود د طالبانو حکومت ورځ په ورځ پراخېږي او مسلطېږي. دا رپوټ دغه راز دا هم ښيي چي طالبان نور پر زور او جبر باندي تکیه نه کوي، بلکي د محلي خلګو ضرورتونه رفع کوي، د هغوی لپاره خدمات برابروي، او عام افغانان د طالبانو حکومت د کابل تر رژیم صادق، موثر، او خدمتګار ګڼي.

واشنګټن پوست لیکي دا رپوټ وايي چي د کابل رژیم او امریکایان لدې څخه نا خبره دي چي طالبان څونه کنټرول لري، او پر خلګو باندي څونه نفوذ لري. د طالبان مشران نن ورځ خپل ځان د ښورښګرانو په شان نه ویني، بلکي ځان ورته د آینده حکومت، چي په انتظار کي ناست دئ، معلومېږي. طالبان وايي چي د دوی راتلونکی حکومت به جنګي نه وي، ځکه دوی د حکومتوالۍ مخکنۍ تجربه لري، او بیا به پخوانۍ اشتباهات تکرار نه کړي. طالبان اوس د حکومت لپاره زیات خلګ تربیه کړي دي.

د طالبانو یو ډراماتیک تغییر د تعلیم او تربیې په برخه کي دئ. د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کي د کابل د رژیم په تناسب بهتره معلمان سته، د متعلمینو حاضري بهتره ده، او په معارف کي غلا او فساد کم دئ. اکثره محلي افغانان وايي چي طالبانو د معارفو په برخه کي اصلاحات راوستي دي. د صحت په برخه کي هم طالبان د کابل تر ژريم بهتره خدمات وړاندي کوي. او اداري فساد او رشوت پکښې کم دئ.

رپوټ وايي چي د عدالت په برخه کي طالبان ډیر قوي دي،‌ ځکه د کابل رژیم محکمې د رشوت مرکزونه دي. طالبان د محلي شخړو په حلولو کي جدیت لري، او عام افغان ترې خوشحاله دي. د طالبانو قاضیان تربیه سوي خلګ دي، او په محلي کلتور او مشکلاتو باندي ښه واقف دي.

د طالبانو د مالیاتو د راغوڼدولو پروسه خورا دقیقه او پرمختللې ده. هغوی د برق محصول ټولوي. عشر او زکات راغوڼډوي. پر زراعتي محصولاتو باندي ټکس حواله کوي،‌او له کانونو او مخدره موادو څخه مالیات ټولوي.

ــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close